المدة الزمنية 26:23

دوو میاشتو کې اتیا زره افغان ماشومان بې کوره شوي - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت الكويت

بواسطة BBC Pashto
20 383 مشاهدة
0
584
تم نشره في 2021/08/03

په افغانستان کې Save the Children یا د ماشومانو خونديتابه ادارې ویلي په تېرو دوو میاشتو کې د جګړې د ډېرېدو له کبله شاوخوا اتیا زره کوچنیان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې دغه ماشومان خوړو، سرپناه او روغتیايي مرستو ته سخته اړتیا لري. په همدې حال کې د کډوالۍ نړيوال سازمان ویلي د ۲۰۲۱ کال له پيل راهیسې تر یو نیم ميلیون ډېر ماشومان له زدکړو بې برخې شوي. دغه بنسټونه داسې مهال په افغانستان کې د روانې جګړې د تاوانونو خبره کوي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې لا هم جګړه روانه ده او د رپوټونو له مخې امریکا یو ځل بیا پر طالبانو هوايي بریدونه پيل کړي دي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 د بي بي سي پښتو ټلويزيون نړۍ دا وخت 1:26 اتیا زره افغان ماشومان دوو میاشتو کې بې کوره شوي 5:50 د افغان میوو صادرات ۱۶٪ ډېر شوي 10:26 لنډ کورني او بهرني خبرونه 11:56 د چین په ووهان کې بیا کورونا وبا پېښې ثبتې شوې 14:09 امریکا کې هم کورونا وبا پېښې په ډېرېدو دي 16:57 لنډ کورني او بهرني خبرونه 17:55 دبلاروسۍ ادارې مشر پارک کې مړ موندل شوی 21:32 لنډ سپورتي خبرونه 23:12 د مالدووا سنبل ګل کروندې بیا وغوړېدې Subscribe for more videos: Youtube: /channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto

الفئة

عرض المزيد

تعليقات - 18